د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان او ناروې تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک نوی شو

د افغانستان او ناروې تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک نوی شو

Sep 21, 2017 - 13:53

کابل(پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د افغانستان او ناروې د بهرنيو چارو وزيرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک تر ٢٠٢٠ کال پورې تمديد کړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې صلاح الدين رباني او د ناروې د بهرنيو چارو وزير بروګه برنده پرون په نيويارک کې ليدنه درلوده.

سرچينه ليکي، دواړو چارواکو دغه سند چې پخوا لاسليک شوى و، سره تبادله کړ.

په سياسي، امنيتي، اقتصادي، پراختيايي او سيمه ييزه برخو کې د همکاريو هوکړه ليک، د ١٣٩١ لمريز کال په سلواغې مياشت کې لاسليک شوى و.

د بهرنيو چارو وزارت د جزئياتو له ورکړې پرته وايي چې دا سند پرون تمديد او لاسليک شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او ناروې  دوو يادو چارواکو په پرونۍ ناسته کې د افغانستان په مشرۍ او  مديريت د سولې پر خبرو ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې صلاح الدين رباني خپل سيال ته د ناروې د برياليو ټاکنو مبارکي وويله، د امريکا پر نوې پاليسي يې بحث وکړ او د دواړو هېوادونو پر دوامداره همکاري يې ټينګار وکړ.

سرچينې ليکلي چې رباني په ښه او بد د ترهګرو وېشنه د سيمه او نړۍ په زيان وبلله.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement