د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هند او افغانستان د امريکا نوې ستراتيژي د سيمې د ثبات لپاره مهمه وبلله

هند او افغانستان د امريکا نوې ستراتيژي د سيمې د ثبات لپاره مهمه وبلله

Sep 21, 2017 - 10:16

 

کابل (پژواک، ٣٠وږى ٩٦): افغان ولسمشر د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سره د سيمې پر امنيت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړې او د امريکا نوې ستراتيژي يې د سيمې د ثبات لپاره مهمه بللې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني امريکا ته د خپل سفر په درېيمه ورځ، پرون له غرمې وروسته په خپل مېشتځي کې د هند د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن سوشما سواراج سره وليدل.

غني په دې ليدنه کې هند د افغانستان دوست وباله او په بېلابېلو برخو کې يې د هغه هېواد مرستې په درنښت يادې کړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو خواوو د سيمې پر امنيت، له ترهګرۍ سره مبارزې او د خپلو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې او د امريکا نوې ستراتيژي يې د سيمې د ثبات لپاره مهمه وبلله.

ولسمشر په دې ليدنه کې ويلي چې د حکومت اجرائیه مشر ډاکتر عبدالله به ډېر ژر هند ته سفر وکړي او په ترڅ کې به يې له هندي پانګوالو او سوداګرو سره په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو، کرنيزې پراختيا، بشري پانګونې، د اوبو مديريت او د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي دهلېز پر پراختيا خبرې وکړي.

سرچينه زياتوي چې تېره ورځ د هند د بهرنيو چارو وزيره د سيمه ييزو اقتصادي هکاريو په برخه کې  د افغان حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني هڅې وستايلې، د اقتصادي همکاريو فرصتونه او بنسټيزې پروژې يې د سيمې د ثبات او پراختيا لپاره مهمې وبللې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement