د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سيمې خلک: افغان ځانګړو ځواکونو په جلال اباد کې درې ملکي وګړي وژلي

د سيمې خلک: افغان ځانګړو ځواکونو په جلال اباد کې درې ملکي وګړي وژلي

Sep 22, 2017 - 11:16

جلال اباد (پژواک ٣١ وږى ٩٦): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار ځينې اوسېدونکي وايي، د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد او د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ځواکونو غوښتل چې په جلال اباد ښار په يوه کور عمليات وکړي، خو اصلي کور ترې غلط شوى او په بل کور يې چاپه وهلې ده.

د هغه په وينا، د دې عملياتو پرمهال په يوه کور را ټولو شويو کسانو باندې هغوى ډزي کړي، چې له امله يې د ننګرهار د ګمرک يو کارکوونکى، د مخکيني ولسمشر حامد کرزي يو موترچلوونکى او يو بل دولتي کس وژل شوي دي.

خو ده ونه ويل چې ټول وژل شوي کسان مېلمانه دي که نه د کور کوم غړى هم په کې شامل دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي بيا پژواک ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د (٠٢) افغان ځانګړو ځواکونو قطعې د بيز اکمالاتي سيمه کې په يوه کور کړي دي.

ده زياته کړه، په دې عملياتو کې مرګ ژوبله شوې، خو د جزئياتو په اړه يې معلومات نه لري.

د ګمرک رييس الهام الدين مظفر بيا پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه نهه بجې د بيز اکمالاتي په ساحه کې د بهرنيو ځواکونو له خوا درې تنه وژل شوي، چې يو په کې د ګمرک رياست د سکرتريت د شعبې کمپيوټرکار و.

دى زياتوي: "نوموړى ځوان کدر و او د خراسان لوړو زده کړو په پوهنتون کې يې د اقتصاد پوهنځي کې زده کړې کولې."

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ننګرهار د امنيتي مسوولينو او په ځانګړي ډول د افغان ځانګړو ځواکونو د قطعې نظر ولري، خو اړيکه ورسره ونه شوه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement