د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار او لغمان کې شل وسله والو او څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار او لغمان کې شل وسله والو او څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 23, 2017 - 10:59

جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۶): چارواکي وايي، په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د هوايي بريدونو او نښتې له امله د داعش او طالب شلو وسله والو او څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د تلې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي بريدونو له امله ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، بريدونه پرون ناوخته د جېټ او بې پيلوټه الوتکو په وسیله د دې ولسوالۍ د باندر اړوند دېوانه بابا او د وچ کوټ اړوند نرګوسې په سيمو کې شوي دي.

هغه زياته کړه چې د باندر په بريد کې ۳ کسان او د وچ کوټ په بريد کې څلور وسله وال وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم تخريب شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان ولايت چارواکي وايي چې مرکز مهترلام په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتې له امله د يو مشهور قوماندان په ګډون ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز په ياده نښته کې د سيمه ييزو پوليسو څلورو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې پرون له غرمې وروسته د مرکز اړوند په الیشنګ کلي کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

دی وايي، په ياده نښته کې اته وسله وال وژل شوي او پینځه تنه نور یې ټپيان دي، چې په ټپيانو کې یې د طالبانو مشهور ځایي قوماندان جنت ګل هم شامل دی.

د نوموړي په وينا، قوماندان جنت ګل او ډله يې په یاده سیمه کې په ډېری جنایتونو، د سړک غاړې د ماینونو په خښولو او د بې ګناه انسانانو په وینو تویولو کې لاس درلود او وخت نا وخت به یې د الیشنګ ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې تروریستي کړنې ترسره کولې.

د ځواک د معلوماتو له مخې چې په دې نښته کې یو سيمه ييز پوليس هم وژل شوی او درې  نور پولیس ټپیان شوي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

بلخوا وسله والو طالبان وايي چې د يادې نښتې پر مهال يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی دوه پوستې يې هم نيولې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په يو لنډ ليکلي ټيلېفوني پيغام کې دعوه کړې چې پوليسو ته د مرګ ژوبلې اړولو او دوو پوستو د نيولو تر څنګ يې د امنيتي ځواکونو وسلې هم ترلاسه کړې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement