د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد هټۍ لرونکي: د مستوفيت له خوا په زور جریمه کېږو

د جلال اباد هټۍ لرونکي: د مستوفيت له خوا په زور جریمه کېږو

Sep 24, 2017 - 14:38

جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۹۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار سوداګر او دوکانداران د امنيتي ستونزو یادولو تر څنګ وايي چې مستوفيت يې په جبري توګه بېمه کوي، خو هېڅ ډول خدمات نه ورته وړاندې کوي.

دوی زیاتوي، د امنيت ساحه يې ډېره تنګه شوې، د جوازونو د وېش په لړۍ کې ورسره زياتی کېږي او مستوفيت پرې بې له کومو خدماتو بېمه جبري کړې ده.

د ننګرهار د سوداګرو او اصنافو اتحاديه وايي چې په جلال اباد ښار کې ورسره د ۱۹زرو په شاوخوا کې دوکانونه  ثبت دي چې تر ډېره له همدغو ستونزو شکايت کوي.

د دې ټولنې مرستيال عزيزالرحمن عرب پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار دوکانداران او سوداګر له مستوفيت سره، د ښاروالۍ د جواز او د امنيت په برخو کې ستونزې لري.

نوموړی د امنيتي ستونزو په تړاو وايي: ((سوداګر او د هغوی د کورنۍ غړي اختطاف کېږي، اخطارونه ورکول کېږي، پيسې ترې غوښتل کېږي، په رڼا ورځ دوکانداران او په ځانګړې توګه صرافان چور کېږي، دغه وضعيت د سوداګرۍ سقوط ته پراخه زمينه برابروي.))

د ننګرهار ولايت د سوداګرو او اصنافو اتحاديې مرستیال دا هم وايي، د جلال اباد ښاروالۍ د جوازونو د ورکړې پر مهال د درجه بندۍ په برخه کې دوکاندارانو ته ستونزې جوړوي.

دی له يوې خوا د جوازونو د ورکړې کټګوري ناسمه ګڼي او له بلې خوا د ښاروالۍ مامورين تورنوي چې له دوکاندارانو د پيسو اخيستو لپاره پلمې جوړوي.

عزيز الرحمن عرب دا هم وايي: ((موږ له مستوفيت سره هم د بېمې په برخه کې يوه ستونزه لرو؛ کله چې موږ د کوم شرکت جواز اخلو او يا ماليات تحويلوو؛ نو پر موږ باندې په جبري ډول بېمه کوي، په داسې حال کې چې بېمې شرکت موږ ته هېڅ ډول خدمات نه کوي.))

د جلال اباد ښار د بزازانو اتحاديې مشر شکرالله جلندرزی هم د ورته ستونزو يادونه کوي او غوښتنه لري چې ولايتي اداره دې د دغو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

د نوموړي نيوکه د جواز په برخه کې دا ده چې جوازونه د سړک سر، تر ځمکې لاندې او پورته پوړونو دوکانونو ته په يوه نرخ ورکول کېږي چې دغه ګټګوري په نا انډوليز ډول کېږي.

په همدې حال کې د جلال اباد ښار دوکانداران هم د امنيت غوښتنه کوي او د جواز او بېمې په برخو کې د اړوندو ستونزو د حل غوښتونکي دي.

اميد ښېوه وال چې په جلال اباد ښار کې د موټرسايکلونو جوړولو دوکان لري وايي، پخوا يې د جواز اخيستو لپاره ۲۰۰ افغانۍ ورکولې؛ خو اوس په يوه ځل دغه پيسې ۳۰۰۰ افغانيو ته پورته شوې چې دوی ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

د جلال اباد ښار يو بل هټۍ وال تميم چې د خوراکي توکو پلورنځی لري، وايي نه يې امنيت خوندي دى او نه ورته خدمات سم کېږي، دغه راز د ښاروالۍ مامورينو باندې تور پورې کوي چې د جواز اخيستو پر مهال له دوکاندارنو پيسې اخلي.

دی وايي، جوازونه هم قېمته شوي او هم يې د کټګورۍ په برخه کې ناسم چلند پيل کړی او دوکاندار دې ته مجبوروي چې د رشوت او شېرينۍ په نوم د ښاروالۍ مامور ته اضافي پيسې ورکړي او د کمې درجې جواز تر لاسه کړي.

خو د جلال اباد سرپرست ښاروال انجنير حکيم الدين عمرخېل که څه هم د ښاروالۍ د مامورينو له لوري د فساد خبرې په اړه څه نه وايي؛ خو له دوکاندارانو غواړي چې بايد د ښاروالۍ مامورينو ته د پيسو اخيستو زمينه برابره نه کړي.

هغه له پژواک سره د مرکې پر مهال وويل چې د جوازونو د ورکړې کټګوري د سيمه ييزو ارګانونو د ځانګړې لايحې مطابق کېږي او دوی په کې د لاس وهلو جواز نه لري.

هغه له دوکاندارانو غوښتنه وکړه چې که مامورين ترې د اضافه پيسو غوښتنه کوي؛ نو ښاروالۍ ته دې شکايت وکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې د سوداګرو او دوکاندارانو د امنيت په برخه کې د ستونزو د حل لپاره د سرپرست والي او امنيه قوماندان په مشرۍ له سوداګرو سره ناسته شوې او حل لارې يې لټول شوې دي.

دی وایي، پرون يې په يو مجلس کې د سوداګرو ستونزې اورېدلې او پر هغو لارو چارو بحث شوی چې څنګه د سوداګرو امنيت تامينولی شو.

د والي وياند له مستوفيت سره د سوداګرو د ستونزو په تړاو وويل چې له مستوفيت سره به ياده موضوع شريکه کړي او که رښتيا هم د لايحو خلاف کومه کړنه کېږي؛ نو پر وړاندې به يې ګام پورته شي.

د جلال اباد ښار سوداګر او دوکانداران په داسې حال کې د خپلو ستونزو په اړه شکايت کوي چې تر دوی څو ورځې وړاندې د دغه ښار ډاکټرانو او درمل پلورونکو د امنيت د نشتوالي له امله کاربنديز کړی و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement