د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د شمال خلکو د پيوستون جرګې پر ملي يووالي ټينګار وکړ

د شمال خلکو د پيوستون جرګې پر ملي يووالي ټينګار وکړ

Sep 24, 2017 - 17:52

مزارشريف (پژواک، ۲ تله ۹۶): د شمال د خلکو د پيوستون جرګې يوشمېر غړو د يوې غونډې په ترڅ کې  پر ملي يووالي ټينګار وکړ.

ټاکل شوې وه چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په سپارښتنه په ياده جرګه کې د شمال زون د پنځو ولايتونو (سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب) دولتي چارواکو ګډون کړي واى، خو په دې کې يوازې د بلخ دولتي چارواکو برخه لرله.

د بلخ ولايت مقام کې د تلې په ۳مه، د شمال د خلکو د پيوستون جرګې په نامه غونډه وشوه چې ګډنوالو يې پر ملي يووالي ټينګار وکړ او د افغانستان د هر اړخيزو ستونزو حل يې وغوښت.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد يادې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې د ملي چارو په موخه تر سره کېدونکو غونډو کې د دولتي چارواکو نه ګډون وغانده.

نوموړي په همدې تړاو د سيمه ييزو ارګانونو اداره ملامته وګڼله  چې سربېره په سپارښتنه يې د شمال زون واليانو په ياده غونډه کې برخه نه ده اخيستې.

هغه د خلکو تر منځ د پيوستون په تړاو وويل، ولس بايد د ملي وحدت حکومت ملاتړ وکړي او د ستونزو پر مهال لاس ورکړي.

خو په غونډه کې د شمال زون د ځينو ولايتونو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د فارياب ولايت قومي مشر سيداسحاق دانش، چې په نننۍ غونډه کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل،د افغانستان د روانو ستونزو حل يوازې د  ولس تر منځ په نږدېوالي کې دی.

نوموړي زياته کړه: (( که چېرې ولس سره نږدې وي نو هېڅ پردى په کې ځای نه شي موندلی او هېڅ ځواک يې تر منځ کرښې نه شي راکښلی.))

د بلخ ولايت مقام مرستيال بشير توحيدي ورته غونډې د حکومت او خلکو تر منځ په واټن کمېدو کې اغېزناکې وبللې.

نوموړي هم پر ملي يووالي ټينګار وکړ.

هغه غونډې ته خبرو په ترڅ کې وويل: (( پرته له دې چې يو بل درک نه کړو، ويې نه زغمو او سره يو نه شوو بله لاره نه لرو.))

د جرګې په پای کې څو مادييز پرېکړليک ولوستل شو چې په کې له مرکزي ادارې څخه په شمال زون کې د اداري فساد پر وړاندې په پراخه او جدي مبارزه ټينګار شوی و.

همداراز پرېکړلېک کې له مرکزي ادارې غوښتنه شوې وه چې په دغه زون کې بايد د ځمکو د غصب لړۍ بنده او د غصب کړای شوو ځمکو د بېرته ګرځېدو لپاره جدي کار وشي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement