د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کوهستان ولسوالۍ ستراتيژيکه سيمه طالبانو نيولې

د کوهستان ولسوالۍ ستراتيژيکه سيمه طالبانو نيولې

Sep 24, 2017 - 14:07

ميمنه (پژواک، ٢ تله ٩٦): د فارياب سيمه ييز چارواکي تاييدوي چې د دغه ولايت پر کوهستان ولسوالۍ د طالبانو په ډله ييز بريد کې د يادې ولسوالۍ د "بندر" ستراتيژيکه سيمه د طالبانو لاس ته غورځېدلې ده.

د سيمه ييزو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، پرون د فارياب د بېلابېلو سيمو وسله وال طالبان په کوهستان ولسوالۍ کې سره راټول شوي  او د سيمې له طالبانو سره يو ځاى يې د امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو بريد کړى چې په پايله کې يې د يادې ولسوالۍ د "بندر" ستراتيژيکه سيمه طالبانو نيولې او اوسمهال طالبان د کلا، امنيتي ځواکونو پر مورچو او کورونو پر ويجاوړولو او سوځولو بوخت دي.

د بندر سيمې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان او د ياد ولايت د ولايتي شورا پخواني مرستيال محب الله ميرزاد وويل چې د ميرزاد کلا په ګډون د بندر سيمه وسله والو طالبانو نیولې ده.

 نوموړي په بندر سيمه کې د مېشتو امنيتي ځواکونو د کره شمېرې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې په دغه بندر کې له مېشتو کسانو يې يوازې د اووه پوليسو په ګډون ٤٢ کسانو له کوهستان بهر سيمې ته پناه وړې، خو د نورو امنيتي ځواکونو د برخليک په اړه معلومات نشته.

ميرزاد د دې خبرې په څرګندولو سره چې تېره اوونۍ د يادې سيمې بازار او څو کلي د وسله والو لاس ته وغورځېدل، دغه ستونزه يې څو ځلې د فارياب له والي او امنيتي چارواکو سره شريکه کړې، څو سيمې ته مرستندوی ځواکونه ولېږي او هوايي عمليات ترسره کړي؛ خو هېڅ پاملرنه ورته ونه شوه.

هغه زياته کړه چې بندر ٧٥ کوچني او ستر کلي لري چې شاوخوا ٦٠ زره نفوس په کې ژوند کوي چې اوسمهال له بده مرغه د ولايت د مشرتابه د بې غورۍ له امله دغه ستراتيژيکه سيمه تېره شپه د دولت له کنټرول بهر شوه.

ورته مهال د کوهستان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نعيم اندرابي دا تاييد کړه چې د بندر سيمه په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو له لوري نيول شوې، خو د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو له مرګ ژوبلې معلومات نه لري.

د بندر سيمې لپاره د وسله والو مخالفينو نومول شوى ولسوال داملا نادر سعيدي، د وسله والو مخالفينو له لوري د خلکو د کورونو سوځول په کلکه رد کړل، خو دا يې ومنله چې کسانو يې د ميرزاد کلا او اووه امنيتي پوستې ويجاړې کړې دي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement