د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې درې تنه په مرموز ډول وژل شوي

ننګرهار کې درې تنه په مرموز ډول وژل شوي

Sep 24, 2017 - 15:28

جلال اباد (پژواک، ٢ تله ٩٦) : د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د دوو غړو په ګډون درې کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.

د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي محمد اصف د تلې په ٢مه، پژواک  خبري اژانس ته وويل، په وژل شوو کسانو کې پلار، زوى او يو بل تن شامل دي.

سرچينه زياتوي، وسله وال د دوى کور ته ورغلي او پلار يې له زوى سره وژلى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، دا پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په ګندمک سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، نامعلومو وسله والو د شپې په نهو بجو  درې تنه پر ډزو سره وژلي دي.

دى وايي، د ملي امنيت ادارې د معلوماتو له مخې په وژل شوو کسانو کې يو تن د وسله والو طالبانو مهم غړی او دوه ملکي وګړي چې زوی او پلار دي،شامل دي.

د والي وياند دغه راز وويل،د اچين ولسوالۍ په باندر او د نازيانو ولسوالۍ پر سپين ژۍ سيمو تېره شپه د ډيورنډ کرغېړنې کرښې له هغې اخوا ۲۲ توغندي را توغول شوي،خو کوم زيان نه لري .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement