د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: پکتیکا کې څلور پولیس او لسګونه وسله وال وژل شوي

چارواکي: پکتیکا کې څلور پولیس او لسګونه وسله وال وژل شوي

Sep 27, 2017 - 14:33

ښرنه (پژواک، ٥ تله ٩٦): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په دوه ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٣١ طالبان او څلور امنيتي سرتېري  وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک د تلې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ګيان او ارګون ولسواليو کې د سېلاب اووه په نوم عمليات پيل شوي وو.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.

ده وويل چې په همدې عملياتو کې دوه پوليس او دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

دغه راز په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان بريد جنرال رحم دل خان پژواک ته وويل چې په دې عملياتو کې هوايي ځواکونو هم برخه اخيستې وه او عمليات بريالي ترسره شول.

هغه وايي چې دغه عمليات په ګيان او ارګون ولسواليو کې ترسره شوي چې په ترڅ کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې جګړې په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، ارګون او ګيان د پکتيکا د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دي چې ډيرى وخت پکې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کيږي او دواړه لوري بيا يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement