د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کابل د پروني ځانمرګي بريد په تړاو له نيول شوو کسانو څېړنې روانې دي"

"د کابل د پروني ځانمرګي بريد په تړاو له نيول شوو کسانو څېړنې روانې دي"

Sep 30, 2017 - 18:58

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٦): د کابل امنيه قومانداني ټينګار کوي  چې د کابل د پروني ځانمرګي بريد له سيمې يې يو شمېر کسان د عيني شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ نيولي، خو د ولسي جرګې يو غړى دا کسان بيا بې ګناه بولي.

پرون د کابل ښار د قلعه فتح الله د اووم او اتم سړک ترمنځ د محرم د نمانځونکو پر مراسمو؛ ځانمرګى بريد ترسره شو.

د کورنيو چارو وزارت ويلي و، ياد بريد يو شپونکي چې ځينې مېږې يې هم لېږدولې؛ ترسره کړى او له دې امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ٢٠ کسان ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ويلي، په سيمه کې د پېښې په تړاو درې کسان نيول شوي دي.

د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان د عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې نيول شوي او له هغه وروسته ملي امنيت ته سپارل شوي دي.

هغه څرګنده کړه، له نيول شوو کسانو پوښتنې روانې دي او د څېړنې پايلې به له رسنيو سره شريکې شي.

خو د ولسي جرګې يوه غړي قيس حسن نن د يادې غونډې په ناسته کې د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ وويل، د کورنيو چارو وزارت ادعا چې ګني دغه بريد د يوه شپون له لوري ترسره شوى؛ ناسمه ده.

هغه وويل: "شپانه له ډېرې مودې راهيسې خپل څاروي د څرولو په موخه دلته راولي، که څوک غواړي زه به د دغو شپنو کورونه هم وروښيم، خو د کورنيو چارو وزارت له دې امله شپانه د ځانمرګو په شک نيولي چې زړې جامې يې اغوستې وې."

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دې وروستو کې د محرم د نمانځنې ځايونو د امنيت خونديتوب لپاره د کورنيو چارو وزارت شاوخوا ٥٠٠ ځوانان په وسلو سمبال او روزلي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement