Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خليلي : اجازه به ور نه کړو چې افغانستان په دويمې سوريې بدل شي

خليلي : اجازه به ور نه کړو چې افغانستان په دويمې سوريې بدل شي

Oct 01, 2017 - 14:46

کابل (پژواک،٩تله  ٩٦): د سولې عالي شورا رييس وايي، داسې هڅې روانې دي چې افغانستان د نيابتي جګړو په ميدان بدل شي، خو اجازه به ور نه کړي چې هېواد يې په دويمې سوريې بدل شي. 

د سولې عالي شورا رييس محمد کريم خليلي چې نن يې په کابل کې د عاشورا په مناسبت په جوړو شويو مراسمو کې ګډون کړى و، وويل چې يووالى د امام حسين (ع) ژوندى پيغام دى او افغانستان اوس سخت يووالي اړتيا لري .

هغه زياته کړه (( موږ بايد په افغانستان کې داسې يووالى ټينګ کړو چې دښمنان مو په هيڅ صورت يو کوچنى زيان هم را ونه رسوي او  د عاشورا په مراسمو کې به چاته اجازه ور نه کړو  چې کوچنۍ خبره، موضع او شعار يې ملي يووالي ته زيان ورسوي. ))

خليلي زياته کړه : (( د افغانستان جګړه د افغانانو نه ده، دا يو تپل شوى جنګ دى او ددغه جنګ پر وړاندې لکه څرنګه چې د جهاد پرمهال يو  وو او په يووالي سره مو له هېواده دفاع وکړه له ملي يووالي  هم بايد په کلکه دافاع وکړو چې اوس ورته ډېره اړتيا ده .))  

هغه وويل (( د جهاد پرمهال هزاره ، پښتون، تاجک، ازيک، ترکمن، سني او شعيه ټول د وروڼو په څېر په يوه سنګر کې وو.))

دده په وينا،  چې سوله يوه اړتيا ده  او په دې برخه کې به له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي .

هغه له نړيوالو وغوښتل چې افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې مرسته وکړي او دلته جګړه د هيڅ هېواد په ګټه نه ده .

خليلي د خبرو په پاى کې  ټول هېواد وال د حکومت ملاتړ ته راوبلل . 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement