د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په یوه کلينيک کې چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په یوه کلينيک کې چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Oct 02, 2017 - 11:32

ميمنه (پژواک، ١٠ تله ٩٦): د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په يوه روغتيايي کلينيک کې د ماين چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې د ماين چاودنه وشوه.

سرچينې زياته کړه چې په دې پېښه کې يوه ښځه او يو نارينه وژل شوي او يوه نرسه ټپي شوې ده.

ولسوال زياته کړه چې امنيتي ځواکونه ساحې ته رسېدلي او څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه پورې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د دې پېښې څلور ټپيان د ميمنې روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات نه لرل.

د يوه بل خبر له مخې، په فراه ولايت کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي.

په فراه کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا وياند نورالحق خالقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د فراه ښار مرکز ته څېرمه په خيراباد کلي کې د دولت دوه وسله وال مخالفين د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد زياته کړه چې په دې سيمه کې د ماين چاودنې له امله يو طالب وژل شوى او يو بل ژوبل شوی دى.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement