Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشرغني: د امنيت ټینګښټ، ټاکنو او د هېواد د پر ځان بسياينې لپاره جدي هڅې کوو

ولسمشرغني: د امنيت ټینګښټ، ټاکنو او د هېواد د پر ځان بسياينې لپاره جدي هڅې کوو

Oct 05, 2017 - 16:45

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٦): د افغانستان ولسمشر د (سام) په درېيمه ناسته کې د امنيتي وړتياوو د يادونې تر څنګ له فساد سره پر جدي مبارزه ټينګار وکړ او ویې ويل چې د امنيت تامين، پر نړيوالو معيارونو  ټاکنو ترسره کولو او د هېواد د پر ځان بسياينې لپاره جدي هڅه کوي.

غني زياته کړه چې افغان حکومت له سياسي، امنيتي او اقتصادي ننګونو سره په ښه ډول مبارزه کړې، خو لا هم په بېلابېلو برخو لکه له نشه يي توکو سره مبارزه کې ستونزې شته او حکومت له دې ننګونو سره مبارزې ته ژمن دى.

هغه د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر لا مسلکي کېدو د ټينګار تر څنګ وويل چې د نړيوالې ټولنې مرستې به په افغانستان کې په روڼتيا سره ولګول شي.

د مرستندويه هېوادونو (سام) د لوړ پوړي پلاوي مقدماتي ناسته پرون په کابل کې پيل شوه.

د ناستې دويمه ورځ نن تر (د حساب ورکونې د اډانې پر بنسټ پر ځان بسياينه) په نوم نن د ٤٠ هېوادونو، نړيوالو تمويل کوونکو بنسټونو، ملګرو ملتونو، کابينې غړو، د خپلواکو دولتي بنسټونو د مشرانو، ملي شورا غړو، مدني ټولنې او افغان خصوصي سکتور د استازو، ولسمشرغني، اجرائیه مشر ډاکترعبدالله په ګډون د ماليې وزير اکليل حکيمي او کابل کې د ملګرو ملتونو استازي تداماچي ياماماتو په ګډه مشرۍ جوړه شوه.

غني د ناستې په پرانيستونکې غونډه کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د دوام مننه وکړه.

هغه وويل چې په تېرو درېيو کلونو کې افغانستان په اقتصادي، امنيتي او سياسي برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ و، خو افغان حکومت وکولى شول چې له دغو ننګونو سره په ښه ډول مبارزه وکړي او ګڼې ستونزې را کمې کړي.

غني وويل چې درې کاله وړاندې نړيوالې ټولنې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ايستلو لړۍ پيل کړه، طالبانو او همکارانو يې غوښتل چې په افغانستان کې د ځان لپاره امن ځالې پيدا کړي، خو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د دې ډلې پر وړاندې په ښه ډول ودرېږي او د هغوى د موخو د عملي کېدو مخنيوى وکړي.

هغه زياتوي، کله چې طالبان او همکاران يې دې موخې ته ونه رسېدل، د افغانستان د خلکو پر وړاندې يې خونړي بريدونه زيات کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې د ګڼو افغانانو وينې وبهولې.

خو نوموړى وايي چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د وسله والو مخالفينو په مقابل کې ولاړ دي، له هېواد نه يې په ښه ډول دفاع وکړه او دا چاره د دې لامل کېږي چې حکومت او افغان ولس سوکالۍ او سولې ته ورسېږي.

ولسمشر وايي چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد زيات و روزل شي، مسلکي شي او پرمختللي وسايل ولري.

غني وايي چې حکومت له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دى او افغانستان د ترهګرو لپاره نه د امن ځاى و او نه به شي.

د هغه په خبره، درې کاله وړاندې چې د ولسمشرۍ چارې ور وسپارل شوې، په اقتصادي برخه کې هم ګڼې ننګونې موجودې وې.

د هغه په خبره، هغه مهال له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د هېواد اقتصادي وده له لس سلنې دوه سلنې ته را ښکته شوه او دغه وضعيت د اندېښنې وړ و.

خو غني زياتوي چې افغان حکومت ژمن دى، څو افغانستان له اقتصادي ننګونو څخه وژغوري.

نوموړي د ښوونې او روزنې په برخه کې شوو پرمختګونو ته په اشارې سره وويل چې ښوونځيو ته د افغان نجونو شموليت او د  ښځو ليک لوست زده کړه د حکومت لومړيتوب دى او اوسمهال ميليونونه نجونې په ښوونځيو کې زده کړه او پالنه ګوري.

د هغه په خبره، د عوايدو د کچې لوړولو په برخه کې هم کارونه شوي او د هېواد ګمرکونو کې اصلاحات راغلي، مالي او اداري فساد هم تر يوې کچې کم شوى دى.

نوموړي وويل: ((ژمنه مو کړې چې افغانستان مالي ثبات ته ورسېږي او په دې برخه کې ماليې وزارت او د افغانستان مرکزي بانک د پيسو نړيوال صندوق په همکارۍ کارونه پيل کړي دي.))

ولسمشر وويل چې په افغانستان کې د کانونو، کرنې، انرژۍ توليد او نورو برخو کې هم پر ظرفيت پانګونه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د زياتې پانګونې جذب او خصوصي سکتور د ودې برخه کې هم کارونه شوې، ځيني قوانين چمتو شوي، ځيني ماليات معاف شوي او د جواز اخيستلو پروسه کې د اسانتياوو او د وخت له لحاظه لنډ والى راغلى دى.

نوموړى وايي چې له افغانستان سره کېدونکې مرستې په روڼتيا سره لګول کېږي.

غني وايي، حکومت يې ژمنه کړې چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې به په ٢٠١٨ او د ولسمشرۍ ټاکنې به په ١٠١٩ کال کې رڼې او لوړو نړيوالو معيارونو سره ترسره شي، په دې برخه کې هم کارونه شوي دي.

د هغه په خبره، د امنيت خوندي کول، له اداري فساد سره مبارزه او د قانون حاکميت د افغان حکومت له عمده  مسووليتونو ګڼل کېږي او هغه ستونزې چې په دې برخه کې شته دي، بايد د حکومت له لوري حل شي.

نوموړي وويل چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې کارونه شوې او افغان حکومت توانېدلى چې د عدلي او قضايي مرکز په جوړولو سره د فساد ٣٠٠ قضيې په لوړه کچه وڅېړي او په فساد کې ښکېل يو شمېر ملکي او پوځي چارواکي بندي کړي.

د هغه په خبره، له اداري فساد سره د مبارزې ستراتيژي هم چمتو شوې او د اجرا په پړاو کې ده.

نوموړي زياته کړه: ((موږ نړيوالې ټولنې، د افغانستان خلکو او مدني ټولنې سره ژمنه کوو چې له فساد سره د پرېکنده مبارزې هوډ لرو او دوام ورکوو.))

ولسمشر وايي چې د ولسي تړون پروګرام په ټول افغانستان کې پلى شوى، کار يې په ښه ډول مخته ځي او مېرمنې هم د دغه پروګرام يوه مهمه برخه جوړوي.

غني وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې کارونه شوي، خو امنيتي ستونزې لا هم په دې برخه کې ستره ننګونه ګڼل کېږي.

نوموړى وايي چې د اداري اصلاحاتو، ملکي خدمتونو او پراختيايي شوراګانو د جوړولو له برخه کې هم کارونه شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement