د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کورنيو چارو وزارت د پوليسي سرغړونو د مخنيوي قانون پر طرحه کار کوي

د کورنيو چارو وزارت د پوليسي سرغړونو د مخنيوي قانون پر طرحه کار کوي

Oct 07, 2017 - 17:21

مزارشريف (پژواک،۱۵ تله، ۹۶) د کورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسي سرغړونو د مخنيوي قانون پر طرحه کار کوي.

په همدې موخه د تلې په ۱۵مه، شمال زون ته د کورنيو چارو وزارت پلاوي سفر درلود، چې په مزارشريف ښار کې يې په همدې اړه کنفرانس جوړ کړی وو.

په دغه کنفرانس کې پخوانيو نظامي شخصيتونو، امنيتي مسوولينو او مدني فعالانو برخه لرله، چې د پوليسي سرغړونو د مخنيوي قانون د طرحې جوړېدو په پار خپل نظريات له راغلي پلاوي سره شريک کړ.

د کورنيو چارو وزارت د حقوقو او قوانينو رييس پاسوال عبدالرحيم شجاع، چې د راغلي پلاوي مشري يې کوله، د دغه کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغانستان د پوليسو قانون پخوانى او له اوسني وخت سره سمون نه خوري.

نوموړي زياته کړه، شته قانون د اوسنۍ ټولنې له شرايطو سره برابره نه دی، چې له همدې امله کورنيو چارو وزارت د نوي پوليسي قانون د جوړېدو تصميم نيولی دی.

د هغه په وينا، دوی د زونونو په کچه د ياد قانون د طرحې جوړېدو په اړه سفرونه پيل کړي، چې نن په همدې موخه د شمال زون مرکزي ښار مزارشريف ته راغلي دي.

شجاع وويل، په ياد قانون کې به د نړۍ د پرمختللو هېوادونو له پوليسي قوانينو څخه هم ګټه واخيستل شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس د پوليسي قانون جوړېدو چاره ګټوره وبلله؛ خو د قانون په پلي کولو يې ډېر ټينګار وکړ.

نوموړي پر پوليسو هم تور پورې کړ، چې د افغانستان د پوليسو له شته قانون څخه هم د اړتيا برابر معلومات نه لري.

نوموړي د پوليسو همدا بې خبري د ولس او حکومت تر منځ د واټن پېښېدو لامل هم وګڼله.

هغه ټينګار وکړ چې ټولنې ته بايد په قانون پوه مسلکي پوليس وړاندې کړای شي.

خو په همدې حال کې د بلخ امنيه قومندان مل پاسوال سيد کمال سادات کنفرانس ته په خبرو کې وويل، چې ځينې زورواکي د قانون د ماتېدو له لارې ځانونو ته د زورواکۍ صلاحيت ورکوي.

نوموړي زياته کړه، لا هم داسې اړخونه او کسان شته، چې د قانون د پلی کېدو پر وړاندې خنډ دي.

خو مدني فعال احمد جاوېد وايي، د قانون ښه والى او بدوالى هغه وخت معلومېدی شي، چې عملي کړای شي.

نوموړي زياته کړه، افغان حکومتونو قوانين جوړ کړي، خو د عملي کېدو په برخه کې يې بې غوري کړې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement