د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ترينکوټ کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په ترينکوټ کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

Nov 12, 2017 - 19:14

ترينکوټ (پژواک، ٢١ لړم ٩٦): د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، په مرکز ترينکوټ کې د ماين په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى، دوه پاڅونوال او يو بل پوليس ټپيان دي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالقوي عمري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغه ماين چاودنه نن ماسپښين کابو يوه بجه د ترينکوټ په چرمګر سيمه کې پر يوه هاموې ټانک هغه مهال وشوه، کله چې د عامه نظم پوليسو د امنيتي پوستې لپاره اوبه لېږدولې.

ده زياته کړه، په دې چاودنه کې د عامه نظم يو سرتېرى وژل شوى، دوه ولسي پاڅونوال او يو بل سرتېرى ټپيان دي.

د هغه په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement