د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د مارجې ولسوالۍ پر لور چاڼیز عملیات پيل شول

هلمند کې د مارجې ولسوالۍ پر لور چاڼیز عملیات پيل شول

Nov 18, 2017 - 13:47

لښکرګا (پژواک، ۲۷ لړم۹۶): په هلمند کې د مارجې ولسوالۍ سرتېرو ته د اکمالاتو رسولو په موخه د ميوند ۰۸ په نوم عملیات پیل شوي چې تر دې مهاله یو شمېر سیمې د دولت له وسله والو مخالفینو پاکې شوې دي.

په دغه ولايت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي، دغه عملیات چې نن د ګډو ځواکونو له خوا د ایساف هوايي ځواک په مرسته پیل شوي، لومړی سيمې تصفیه کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې تر عملیاتو وروسته به د مارجې ولسوالۍ سرتېرو ته چې لارې پرې بندي دي، جنګي او خوراکي توکي ورسول شي او وروسته به په اړوند برخه کې نور پرمختګ هم رامنځته شي.

د بهادرزي په وينا، تر دې مهاله د ولسوالۍ پر لور ډېر پرمختګ شوی او په سیمه کې د پام وړ مقاومت نه ښکاري.

بلخوا د ولایت د مطبوعاتي دفتر له خوا په یوه خبره شوي خبرپانه کې ویل شوي چې د مارجې او نادعلي د ګډې سیمې له دوراهي څخه درې کيلومتره پرمختګ شوى دى.

سرچينې زياته کړې، په عملیاتو کې هوايي ځواک بشپړ ملاتړ کوي، خو امنیتي ځواکونو د ماین د چاودنو د مخنیوي په موخه په ورو ورو پر مخ ځي په مخ روان دي.

د سرچينې په وينا، تر اوسه شاوخوا ۱۵ کړۍ ماینونه تر دې دمه شنډ او له منځه وړل شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا پخوانی وکیل علي احمد دروېش وايي، که حکومت رښتیا هم غواړي چې بریالي عملیات وکړي او توان يې لري، اول دې د لښکرګاه درېيمه او څلورمه حوزې پاکې کړي، خو اوس داسې ښکاري چې پيل شوي عملیات نمایشي دي.

د نادعلي ولسوالۍ د پولیسو یوه سرچینه وايي چې د دوی تشکیلات کم دي، خو د نوي سوق لپاره سلګونه ځوانان چمتو دي او په ولسوالۍ کې ناست دي، خو وزارت يې د بایومټریک پروسه بنده کړې او له دې امله دوی پرمختګ نه شي کولی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement