د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ځينې وکيلان: د ټاکنو خپلواک کميسيون د مشر ګوښه کول غيرقانوني دي

ځينې وکيلان: د ټاکنو خپلواک کميسيون د مشر ګوښه کول غيرقانوني دي

Nov 18, 2017 - 19:51

کابل (پژواک،٢٧ لړم ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر غړي د ټاکنو له خپلواک کميسيون رياست څخه د نجيب الله احمدزي ګوښه کول غيرقانوني کار بولي او ادعا کوي، چې حکومت په دا ډول کړنو سره راتلونکي ټاکنې مهندسي کوي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر نجيب الله احمدزى د تېرې چهارشنبې په ورځ د ياد کميسيون د پنځو غړو په ليکلې غوښتنې سره د ولسمشر د حکم له مخې، ګوښه کړل شو.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حاجي قدير د دغې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل، ولسمشر د ټاکنو خپلواک کميسيون د مشر په ګوښه کولو سره غواړي راتلونکې ټاکنې په خپله ګټه راوڅرخوي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ په ١٦مه او د ولسمشرۍ ټاکنې په ١٣٩٨ لمريز کال کې ترسره شي.

ظاهر قدير د نجيب الله احمدزي پر ګوښه کولو د نيوکې ترڅنګ وويل: "د ټاکنو کميسيون شخصي نه دى، چې ولسمشر يوه ورځ وغواړي يو څوک په کې وګوماري او بله ورځ يې ګوښه کړي."

په دغه جرګه کې د لوګر استازي محمد اکبر ستانکزي هم د احمدزي پر ګوښه کولو نيوکه وکړه او ويې ويل، حکومت بايد د نجيب الله احمدزي د ګوښه کولو په اړه ملت ته سپيناوى ورکړي.

د ولسي جرګې څو نورو غړو هم د احمدزي پر ګوښه کولو نيوکه وکړه او د جرګې له مشرتابه يې غوښتنه وکړه، چې په دې اړه له حکومت څخه پوښتنه وکړي.

د ولسي جرګې لومړى مرستيال همايون همايون چې نن يې د يادې جرګې مشري کوله، د احمدزي د ګوښه کولو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل: "د ټاکنو کميسيون شخصي نه دى او د افغانانو د برخليک پورې تړاو لري، د کميسيون رييس ګوښه کول د اساسي قانون خلاف عمل دى چې د ولسمشر له لوري شوى دى."

نوموړي د احمدزي ګوښه کول، د کميسيون په چارو کې د حکومت لاسوهنه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې احمدزى يادې جرګې ته د کميسيون د مشر په توګه رسميت لري.

نوموړي له نجيب الله احمدزي غوښتنه وکړه، چې د يادې جرګې کومې ناستې ته ورشي او د "ټاکنو په لړۍ کې د ولسمشر لاسوهنې په ډاګه کړي."

ولسمشر غني تېره اونۍ د نجيب الله احمدزي د ګوښه کولو حکم صادر کړ.

په حکم کې راغلي: "د روان کال د لړم مياشتې د ٢١مې نېټې د پرېکړې او غوښتنې پر بنسټ، د ټاکنو خپلواک کميسيون د ياد کميسيون له غړيتوب څخه د نجيب الله احمدزي په اړه لارښوونه کېږي، څو اړوند بنسټونه د ياد کميسيون د يوه کم غړي څوکۍ ډکولو په موخه ولسمشرۍ ماڼۍ ته خپل نوي نوماندان ور وپېژني."

دا په داسې حال کې ده، چې د حقوقي چارو يو شمېر کارپوهان په ورته ډول سره د احمدزي پر ګوښه کولو نيوکه کوي او وايي، چې دا ډول کار قانوني عمل نه دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement