د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې ناپېژاندو کسانو د دوو خويندو پرمخونو تيزاب وشيندل

په هرات کې ناپېژاندو کسانو د دوو خويندو پرمخونو تيزاب وشيندل

Nov 21, 2017 - 18:50

هرات ښار(پژواک،٣٠لړم٩٦): چارواکي وايي چې ناپېژاندو کسانو په هرات ښار کې د دوو خويندو پرمخونو تېزاب وشيندل.

 د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار دوې خويندې د کورس پر لوري روانې وې چې د هرات ښار په پارک سيمه کې د ناپېژاندو کسانو له خوا پرې تيزاب شيندل شوي دي.

هغه زياته کړه:" د هغو طبي معايناتو له مخې چې پر يادو شويو نجونو ترسره شوي ښيي چې دوى ته د مخ په برخه کې کم زيان رسېدلى او د دوى روغتيايي وضعيت ښه دى."

دى وايي چې تر اوسه د شيندل شويو موادو نوعيت نه دى معلوم، خو طبي او عدلي څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې فرشته احمدي په داسې حال کې چې له خپلې خور سره يې د هرات د حوزوي روغتون د سوختګۍ په څانګه کې بستري ده،د نننۍ تيزاب شيندنې پېښې په اړه پژواک ته وويل:" سهار مې له خور سره کورس ته روانه وم چې ناڅاپه مې پرمخ يوشى وشيندل شول، ډېر سوى يې درلود، فکر مې وکړ چې پرمخ مې جوش اوبه وشيندل شوې او په چيغو مې پيل وکړ، نانوايي نږدې وه او پر موږ يې دوه سطله اوبه وشيندلې، نور پوه نه شوم او څوک مې ونه ليدل."

هغې زياته کړه:" تل مې د نورو پېښې ليدلې دي، خو نن مې خپله دغه پېښه تجربه کړه او نور له کور څخه د وتلو جرئت هم نه لرم. "

نوموړې له حکومت څخه وغوښتل چې د دغه ولايت د خلکو امنيت دې خوندي کړي.

د ياد شويو دوو نجونو پلار امين الله احمدي چې مدني فعال هم دى پژواک ته وويل:" پوليسو ويلي چې موږ صبر وکړو او پوليسو شاوخوا ٨٠ورځې وړاندې ماته خبر راکړ چې تر ګواښ لاندې يم او څو ورځې وړاندې مې هم لورګانې شکمنې شوې وې، نه ما او نه پوليسو فکر کاوه چې څوک دې د سهار په شپږ نيمو بجو دغه کار وکړي."

ده زياته کړه چې د هرات ځايي چارواکو د امنيت د ټينګښت هڅه کړې ده، خو هغه له حکومت څخه شکايت وکړ او ويې ويل:" مرکزي اداره د هرات له خلکو سره ستر خيانت کوي، دهرات خلک يې تبا کړل، ماليات غواړي، خو هېڅ کله يې کار نه دى کړى."

د هرات يوشمېر مدني فعالان هم د مدني فعالانو د ترور او ګواښ له امله اندېښنه په ډاګه کوي.

د هرات يو مدني فعال محمد جواد عميد پژواک ته وويل چې په هرات کې د مدني فعالينو د ترور لړۍ له درې کلونو راهيسې پيل شوې ده.

 نوموړى وايي:" موږ يوازې د ځان په اړه اندېښنه نه لرو، د خپلو کورنيو په اړه اندېښنه لرو، په هرات کې د مدني فعالينو پروړاندې ډېر ګواښونه شوي، زه فکر کوم چې د مدني فعالينو پرضد سيسټماتيک بريدونه کېږي او دغه بريدونه د فساد او قدرت د مافيا له خوا ترسره کېږي چې مدني فعالينو ددوى ګټې له خطر سره مخ کړې دي."

 د هرات د حوزوي روغتون د چارواکو په وينا، د روان کال له پيله تر اوسه پورې دا د هرات ښار پر خلکو د تېزاب شيندلو دويمه پېښه ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement