Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

برمک: د بلوا ضد قطعې په اړه مکتوب کې کوم قوم ته د امتياز ورکولو يا حذفېدو موضوع نشته

برمک: د بلوا ضد قطعې په اړه مکتوب کې کوم قوم ته د امتياز ورکولو يا حذفېدو موضوع نشته

Nov 25, 2017 - 18:50

کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٦): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، په دې وزارت کي کوم قومي ذهنيت او يا د ځانګړي قوم د حذفېدو موضوع نشته او ټول هېوادوال او قومونه کولى شي په دې ملي بنسټ کې حضور ولري.

نوموړي دغه خبرې، نن ماښام په خبري کنفرانس کې په کابل کې وکړې.

په هغو اسنادو کې چې کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي وو، راغلي چې د کورنيو چارو وزارت پخواني وزير تاج محمد جاهد د روان کال د چنګاښ په اتمه نېټه ارګ ته په کابل کې د بلوا ضد ٥٠٠ کسيزې قطعې، د اووه ګونه زونونو د قوماندانيو په څنګ کې د يوه- يوه سل کسيزه بلوا ضد ټولي، د هېواد په ٢٦ ولايتونو کې د امن او عامه نظم قطعو په چوکاټ کې د پنځوس- پنځوس کسيزې قطعې د تشکيلاتو وړانديز کړى دى.

ولسمشر درې ورځې وروسته دغه وړانديز منظور کړى دى. د دغه حکم له مخې، د بلوا ضد قطعې ته له بهره خلک نه جذبېږي؛ ځکه چې د حکم په متن کې راغلي: ((د کورنيو چارو وزارت د امن او عامه نظم قوماندانۍ تر چتر لاندې تشکيلاتو څخه د وړانديز شوي متن او ضميمه جدول سره سم منظورېږي.))

خو هغه مکتوب چې د کابل لومړۍ لوا قوماندانۍ لومړي نمبر ته صادر شوى، راغلي: ((د جمهوري رياست د محترم مقام د حکم له مخې، د کابل ١٠١ زون قوماندانى په چوکاټ کې د بلوا ضد يوه ٥٠٠ کسيزه قطعه جوړه شوې ده، لارښوونه کېږي چې د ٢٤ ساعتونو په ترڅ کې د هغو افسرانو او ساتمنانو د شهرت جدول ترتيب او برېښناليک شي چې له هزاره، ازبک، پښتون او  له تاجک مليت پرته له نورو مليتونو څخه وي.))

د کورنيو چارو وزير سرپرست ويس برمک بيا په دې اړه نن وويل، د ياد شوي مکتوب له امله ذهنيتونه مغشوش شوي او ابهامات يې راولاړ کړي دي.

ده زياته کړه، د دې مکتوب مسووليت د کورنيو چارو وزارت په غاړه اخلي، خو دا يوه اشتباه ده، غفلت دى او چا چې ليکلى، ناوړه نيت يې نه درلود.

د هغه په وينا، چا چې دا مکتوب ليکلى، د دې په خاطر چې د نظم عامه قطعاتو کې قومي ترکيب په پام کې ونيول شي او دا قطعه په کابل کې رامنځته کېږي، نو په هغه کې دې د قومي تناسب له مخې له تاجيک وګړو پرته د نورو قومونو خلک هم وګومارل شي، ځکه په دې قطعه کې تاجيک وګړې له مخکې موجود وو.

برمک وايي: "په دې مکتوب کې خداى مه کړه، کوم قوم ته د امتياز ورکولو او يا د کوم قوم د حذفېدو او يا په کمه سترګو ورته د کتلو موضوع نشته."

د هغه په وينا، په دې مکتوب کې بايد داسې کښل شوي واى، چې د قومي ترکيب له مخې، په دې قطعه کې د تاجيک قوم خلک شته، نور قومونه هم په دې قطعه کې عادلانه فيصدي ته ضرورت لري.

د نوموړي په خبره، د کورنيو چارو وزارت يو ملي بنسټ دى او د هېواد ټول وګړي او قومونه په کې بايد شتون ولري، خو د وړتيا، تجربې او کړنو په پام کې نيولو سره.

د کورنيو چارو د وزير د پوښتنې په توګه وويل، ايا د ولسمشر له خوا په منظور شوي پيشنهاد کې د قومي ترکيب کومه خبره او يا د کوم قوم د حذفېدو موضوع شته؟

ده وويل، چا چې دا مکتوب ليکلى، په دې يې فکر نه دى کړى او سياسي شعور يې دومره نه و، چې له دې مکتوب څخه ښايي څوک ناوړه استفاده وکړي.

خو ده دا ومنله، چا چې دا مکتوب ليکلى او لاسليک کړى، اشتباه يې کړې، او هغه کسان چې په دې بهير کې ښکېل وو، قضيه يې څېړل کېږي او دوسيه يې همدا نن لويې څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.

خو هغه وايي: "مجرم به هغه څوک هم وي چې له همدې مکتوبه غواړي ناوړه استفاده وکړي، يو کېس جوړ کړي، ځکه د کورنيو چارو وزير د باور رايې اخيستو لپاره پارلمان ته ځي."

د هغه په وينا، په اساسي قانون او نور ټولو قوانينو کې روښانه ده چې په دولتي بنسټونو کې بايد ټول خلک حضور ولري، پرته له کوم تبعيض او تعصب څخه او دا د هر افغان حق دى چې د وړتيا، تجربې او پوهې له مخې بايد د قانوني بهير له تېرولو سره سم په يوه دولتي پوست وګومارل شي.

له بلې خوا د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، د بلوا ضد قطعې کې ٧٨ سلنه منسوبين له تاجک قوم څخه تشکيل شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement