د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د باميانو ولايت چهل برجه کلا د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده"

"د باميانو ولايت چهل برجه کلا د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده"

Nov 26, 2017 - 19:03

باميان(پژواک، ٥ ليندۍ  ٩٦): په باميانو کې ځايي چارواکي وايي چې د يکاولنګ دويم نمبر ولسوالۍ د چهل برجه کلا چې په دې ولايت کې د کوشاني دورې د معمارۍ نښه  او ددې ولايت له تاريخي ابداتو څخه شمېرل کېږي، د له منځه تللو په حال کې ده.

دا کلا د باميانو ولايت د يکاولنګ دويم نمبر ولسوالۍ يوه تاريخي کلا ده چې شاوخوا يې څلوېښت ساتونکي برجونه ليدل کېږي او د لرغون پوهانو د معلوماتو له مخې، دا کلا او ساتونکي برجونه يې په (غوريانو) دوره او يا احتمالا پر بوديزم دوره(کوشانيانو) پورې اړه لري.

دا کلا په يوه خاورينه غونډۍ جوړه شوې او د غونډۍ  شاوخوا برجونه په ښکلاييزو طرحو او مثلث ډوله سوريو ښکلي شوې چې ٢٠متره لوړ والى لري او لا هم دلته شته مخروبه د ليدلو وړ ساحي په توګه مطرح ده.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګي ميراثونو مدير عبدالحميد جليا  پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر کال د باميانو له دوو تردرې سلنې تاريخي ابدات له منځه ځي او اوسمهال ددې تاريخي ابدو يوشمېر د له منځه تلو له ګواښ  سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې د يکاولنګ د چهل برجه کلا په اړه په دې وروستيو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري لومړنۍ څېړنې شوې، خو ددې اثارو د ساتنې په اړه هېڅ اقدام نه دى شوى، ځکه چې رياست په دې برخه کې بوديجه نه لري.

هغه وويل چې ددې پوځي کلا څنګ ته پوځي لوبغالى هم شته چې مساحت يې شپږ جريبه دى او احتمال لري چې له دې ځايه به هغه حال د رسمي ناستو ، ورزشي سياليو او پوځي تمريناتو لپاره کار اخيستل کېده.

جليا زياته کړه چې د هغې غونډۍ لوړ والى چې چهل برجه ورباندې پرته ده، د سيمې او سمندر له کچې نه ١٢٠ مترو ته رسېږي او هغه څاه چې د کلا منځ کې ده، ممکن د انبار او زېرمه تون په توګه به ترې ګټه اخيستل کېده، دا څاه يوه ځمکتلي ته ورته ده ، د زينې په ډول ده ، د ځمکې له سطحې لاندې تللې چې زينې يې په خاورو ډکې دي او اوږدوالى يې مشخص نه دى.

د ويلو ده چې د ځينو برجونو په پاتې شونو کې د انسان او مار د څېرو نقش ليدل شوى، له دې نقاشيو نه د باميانو د اطلاعاتو او کلتور چارواکي او لرغون پوهان دا اخيستنه کوي چې دا کلا له اسلام نه وړاندې دورې سره تړلې ده.

د شوو مطالعاتو  او ددغې پوځي کلا په اړه د شته تاريخي متونو له مخې، د کلا شاوخوا نږدې درې سوه ساتونکي برجونه جوړ شوي چې د وخت په تېرېدو سره يې اکثره د طبيعي لاملونو په سبب له منځه تللي او اوسمهال د ٣٤برجونو پاتې شوني په بېلابېلو لوړو سيمو کې د سقوط او له منځه تلو په حال کې دي، خو پر ځينو يې لا هم خپل لومړني نقشونه ا انځورګرۍ ليدل کېږي.

د يکاولنګ دويم نمبر ولسوالۍ ولسوال محمد ابراهيم اکبري وويل چې په دې ولسوالۍ کې يوازې د همدې سيمې د څلوېښت برجه ابده تاريخي ارزښت لري چې د ساتنې په اړه يې بايد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت جدي او فوري تصميم ونيسي.

هغه زياته کړه، دا چې باميان تاريخي او لرغونى ولايت دى، د چهل برجه کلا بيا رغونې او ساتنه کولى شي چې د خلکو او دولت لپاره ښه عايد ولري، خو دا ولسوالۍ حتى معياري سړک هم نه لري او د چهل برجه سيلانيان له ستونزو سره مخ کېږي چې اکثره يې د لارې د خرابۍ له امله ددغه تاريخي ځاى لېدو ته زړه نه ښه کوي.

د يکاولنګ د چهل برجه اوسېدونکى حاجي محمد پژواک ته وويل چې دولت د تاريخي ابداتو د ساتنې په برخه کې هېڅ کار نه دى کړى او هر کال په ځانګړي ډول ژمي کې د واورې او ورښت پر مهال د ابداتو زياته برخه کې د نړېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

هغه زياته کړه چې برجونه له خټو جوړ شوي او خټې د واورې او باران پر وړاندې شړېږي او که چېرته په دې برخه کې پاملرنه ونه شي، تر څو کلونو پورې به ټول برجونه له منځه لاړ شي او په سيمه کې به ددغو تاريخي ابداتو يوه نښه هم پاتې نه شي.

يکاولنګ دويم نمبر ولسوالي  له شاوخوا يوه کال راهيسې د باميانو ولايت له يکاولنګ نه جلا شوې چې د سرپل او غور ولايتونو سره ګډه پوله لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement