د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانانو د اروپا پارلمان مخې ته د پاکستان پر ضد لاريون وکړ

افغانانو د اروپا پارلمان مخې ته د پاکستان پر ضد لاريون وکړ

Nov 27, 2017 - 11:29

کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦): د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو لسګونو افغانانو په هېواد کې د سولې او امنيت په موخه او د پاکستاني بريدونو پر ضد د اروپايي پارلمان مخې ته لاريون وکړ.

د لاريون يوه تنظيموونکي شان پاچا شينواري د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لاريون پرون له غرمې وروسته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته وشو.

هغه زياته کړه چې په لاريون کې د بلجيم تر څنګ د اروپا په نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو او د کوزې پښتونخوا يو شمېر اوسېدونکو هم برخه اخيستې وه.

شان پاچا شينوارى وايي چې له لاريون څخه موخه په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او د وروستيو بريدونو غندل او د مخنيوي غوښتنه وه.

د نوموړي په وينا، د لاريون په پاى کې دوى خپل پرېکړه ليک هم د اروپايي پارلمان دفتر ته وسپاره.

شينوارى وايي، لاريون کوونکو په افغانستان کي د جګړې د قربانيانو تصويرونه له ځان سره لېږدول او د ژر تر ژره سولې غوښتنه يې کوله.

د لاريون ويناوالو په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې افغانان د پاکستان او ايران له خلکو سره ستونزه نه لري، خو هغو ته مرګ غواړي څوک چې په افغانستان کې جګړو ته لمن وهي او د سولې مخنيوی کوي.

دا جګړه د افغانانو تر منځ خپلمنځې جګړه نه، بلکې د نورو له خوا د افغانانو په هېواد کې پر مخ بيول کېږي.
په دې پرېکړه کې راغلي چې پاکستان د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په وروستيو خونړيو ترهګريزو بريدونو کې لاس لري.

سرچينې زياته کړې چې د کابل پر سردار داوود خان روغتون، زمبق څلورلارې، د کابل پر جوماتونو او د کندهار ولايت په ميوند وروستي بريدونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) لاس درلود.

په پرېکړه کې راغلي: ((پاکستان ترهګر نه يواځې پالي، بلکې روزنه ورکوي او نورو هېوادونو ته يې لېږي.))

سرچينې په افغانستان کې له مېشتو نړيوالو ځواکونو او د دغو ځواکونو له غړو هېوادونو غوښتي چې په دې ډول معاملو کې له افغانستان سره همکار و اوسي.

دغه راز دوى له امريکا غوښتي چې د امنيتي تړون د شپږمې مادې له مخې دې د پاکستان د بريدونو پر مهال د افغانستان ملاتړ وکړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي، پاکستان په سيمه کې د بنسټ پالنې، افراطیت او تروریزم د مرکز په توګه له څلوېښتو کلونو نه زیات په افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ په خاطر لاسوهنه کوي او د خپل ستراتیژیک عمق پر بنیاد نیابتي جګړه پر مخ بیایي.

په پرېکړه کې له ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي اتحاديې او نورو نړيوالو غوښتل شوي، هغه پوځي پاکستاني چارواکي چې د افغانستان په نا امنيو او د افغانانو په وژلو کې لاس لري، د جنګې مجرمینو په توګه نړیوالې محکمې ته راکش کړي .

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په اروپا کې مېشتو افغانانو د پاکستان پر ضد لاريونونه کړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement