د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني والي : له طالبانو سره يو شمېر نور قوتونه يوځاى شوي دي

د غزني والي : له طالبانو سره يو شمېر نور قوتونه يوځاى شوي دي

Nov 27, 2017 - 14:58

غزني ښار(پژواک،٦ ليندۍ٩٦): د غزني والي وايي چې په دې وروستيو کې يو شمېر نور قوتونه  له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي خو د ژمي موسم کې به يې پر وړاندې عمليات پيل شي.

خو بل لورته طالبان بيا وايي چې له دوى سره کومه ډله نه ده يوځاى شوې يواځې خلک له دوى سره مرسته کوي.

د غزني والي عبدالکريم متين د ليندۍ په ٦مه په غزني ښار کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې په دې وروستيو کې يو شمېر قوتونه له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي دي.

هغه وايي: (( معلومه نه ده چې په دې کې بهرني کسان هم شته کنه، خو قوتونه ورسره يوځاى شوي دي.))

د غزني والي زياتوي چې وسله وال طالبان له دې قوتونو څخه په استفادې سره غواړي دغه ولايت نا امنه کړي، خو د پخوا په څېر به يو ځل بيا له ماتې سره مخ شي.

متين وايي چې له حکومتي  چارواکو سره يې خبرې کړي او د ژمي په موسم کې به په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شي.

هغه دا هم وويل چې په قره باغ، مقر، ګيلان او اب بند ولسواليو کې پوليسو ته اړين خوراکي توکي نه رسيږي، نو له همدې امله به يې ډېر ژر په بدل اعاشه کې بدلون راشي.

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالباري پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې ډېرى وخت وسله وال طالبان پر امنيتي پوستو بريدونه کوي او په لارو کې ماينونه هم خښوي.

هغه وايي: (( هره ورځ جنګ وي، خلک په کې وژل کيږي، پوليس په کې وژل کيږي، بېخي نور خلک له مشکلاتو سره مخ دي ، بايد يوه اساسي لار  ورته ولټول شي.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په غزني کې هېڅ کومه ډله له طالبانو سره نه ده يوځاى شوې.

خو مجاهد وايي چې هره ورځ له بېلابېلو سيمو څخه خلک د طالبانو له ليکو سره يوځاى کيږي.

غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې ډېرې سيمې له وسله والو طالبانو سره دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement