د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله د خپل مرستيال د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون وښود

عبدالله د خپل مرستيال د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون وښود

Nov 27, 2017 - 15:09

کابل( پژواک،٦ ليندۍ٩٦): د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله، په ايران کې د محمدمحقق د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې په نورو هېوادونو کې د افغانانو جنګېدل د ملي يووالي حکومت په سياست کې نه دي.

د راپورونو له مخې، د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق تهران ته په خپل سفر کې د "محبان اهل بيت" په نامه غونډه کې په سوريه کې د فاطميون  لښکر د يوه طراح جنرال قاسم سليماني او د افغانانو په شمول په دې جګړه کې د برخه والو سرتېرو ستاينه کړې ده.

ويل کېږي چې جنرال قاسم سليماني په ايران کې مېشت افغان کډوال د سوريې د جګړې لپاره هڅوي.

محقق ويلي:" له ټولو جنګياليو څخه چې که هغوى له عراق، سوريې، ايران، افغانستان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې په دې جګړه کې ونډه اخيستې،دا په حقيقت کې د کفر او نړيوال استکبار د دسيسو پر وړاندې د اسلام جګړه وه چې دوى په کې بريالي شول او د زړه له تله ترې مننه کوم."

خو د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله چې نن يې د وزيرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، د خپل دويم مرستيال ددغو څرګندونو په اړه غبرګون وښود او ويې ويل چې په نورو هېوادونو کې د افغانانو د جنګېدو په اړه د ملي يووالي حکومت پاليسي څرګنده ده.

هغه زياته کړه:" موږ د نړۍ په هېڅ ګوټ کې په جګړه کې د افغانانو د ګډون پلويان نه يوو؛ غواړو چې افغانان په خپل هېواد او خاوره کې ګډ سوله ييز ژوند وکړي، نن پر موږ جګړه تپل شوې، دفاع سپېڅلې دنده ګڼو او د نړيوالې ټولنې له همکاريو مننه کوم؛ خو د ملي يووالي حکومت په ورته وخت کې ددې پلوى نه و او نه دى چې افغانان دې د نړۍ په هيڅ ګوټ کې په جګړه کې ښکېل وي."

عبدالله وويل، نه غواړي چې په دې برخه کې د ملي يووالي حکومت او اجراييه رياست د درېځ په اړه ناسم اخيستنه  وشي.

د حکومت اجراييه مشر  وويل چې داعش د افغانستان او له افغانستان ور هاخوا يوه ستره ننګونه ګڼل کېږي، له هغو هېوادونو څخه مننه کوي چې له داعش سره په مقابله کې يې ونډه درلودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د مشرانو جرګې ځينو غړو هم د محمد محقق د خبرو په غبرګون کې ويلي چې د نوموړي څرګندونې د هېواد د ملي ګټو خلاف دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement