• درى
  • English
  • پښتو

User login

To prevent automated spam submissions leave this field empty.
MENU
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • دولت او سياست
    • امنیت او جرمونه
    • سوداګري او اقتصاد
    • ښوونه او روزنه
    • روغتیا
    • کرنه
    • بیا رغونه
    • کډوال
    • پېښې
    • دین او کلتور
    • ټولنه
    • ښځې
    • نوښت او ټکنالوجي
    • چاپېريال ساتنه
    • لوبې
    • اطلاعات
  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • ګډون
f t g y r

لټون

وروستي خبرونه

  • ننګرهار کې د پوليو يوه بله پېښه هم ثبت شوه
  • تيفا: د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په پام سره راتلونکي کال کې ټاکنې امکان نه لري
  • عبدالله: د لويې جرګې ترسره کېدو لپاره هڅې به بې پايلې وي
  • لاريون کوونکو د ښرنې پېښې د عاملينو د محاکمې غوښتنه وکړه
  • د شکردرې د امنيې قوماندانۍ يو منسوب په ۱۵ کاله بند محکوم شو
  • د معلولينو لوبډله کرکټ بورډ پر نه همکارۍ تورنوي
  • افغان امنيتي چارواکي او د غوڅ ملاتړ قوماندان کندوز ته تللي
  • ولسمشر غني د هلمند له قومي مشرانو د ټاپي پروژې په تطبیق کې مرسته وغوښته
  • نيمروز کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره تاسيسات جوړېږي
  • د سعودي وليعهد: په ټولو اسلامي هېوادونو کې به ترهګر له منځه یوسو

د پژواک خدمتونه

none

User's Survey

د ويډيو څانګه

له هرو لسو د منځنۍ کچې ماليه ورکوونکو شپږو ماليه نه ده ورکړې

نورې ويډيوګانې

د انځورونو څانګه

Previous وقفه وړاندې

نور انځورونه

غږيزه څانګه

  • Pajhwok- Audio Mines Gold Report - Afghanistan mineral and extractive industries news portal.mp3

نور غږونه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

نور غږونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

Media Release
Media Release
په افغانستان کې د نوې کیدونکې انرژۍ د پراختیا په موخه د لمریزې برښنا د لومړنۍ فابریکې د جوړولو لپاره د آسیا پراختیایي بانک مرسته وکړه
دپکتيکا ولايت داورګون دځوانانو فرهنګي ټولنه
د پاکستان راکټي بريدونه د زغم وړ ندي او په وړاندي ولاړ يو
نور خبرونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Click Here for more information

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
 
 

خبر شريک کړئ

پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ

د افغانستان لنډه پېژندنه
د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
د ۱۳۹۰ کال پارلمان و پېژنﺉ

د پاکستان دولت د پښتنو ضد ترتیب شوی

د وحيدګل هاشمي ليکنه
Oct 25, 2017 - 13:37
Election Articles

د پاکستان دولت نه یواځې د هېواد څخه د باندې په افغانستان کې د پښتنو سیمو په نا امنه کولو کې لاس لري او کوښښ کوي چې دغه پښتانه وځوروي او ستونزې ورته جوړې کړي، بلکې په خپله په خپل هېواد کې یې هم پښتانه په قراره نه دي پرېيښي.

په دغه هېواد کې د پښتنو شمېر تر نور هغو قبیلو کم دی، نو یواځېنی لامل یې دا دی چې پښتانه هلته د واک تر ګدۍ ځان نه شي رسولی او د دولت د چارو ډېر واک د غیر پښتنو په لاس کې دی چې هغوی بیا په ډول ډول دسیسو دغه پښتانه ازار کړي دي. تاسې که چېرته د پښتنو په سیمو کې د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له ټاکل کېدو را په دېخوا او له هغه وړاندې وخت ځینو پېښو ته څیر شئ، پوه به شئ چې هلته هماغه پښتانه هم د پاکستان د لاسه دومره ځورېږي لکه د افغانستان پښتانه خو بیا هم هماغه خلک چوپ پاتې دي او که چېرته د حق غوښتنه کوي د همدغه هېواد د استخباراتي ادارې له خوا له منځه وړل کېږي او دغه لړۍ به تر هغه دوام کوي څو د پاکستان دولت ورباندې خپله ستراتیژي عملي کړي.

دا یواځې زما نظر نه دی، بلکې په پاکستان کې پښتونپال سیاسیون دا چيغې وهي خو څوک یې په خبره غوږ نه ګروي؛ له دولت څخه نیولې تر عام ولسه، تاسې که چېرته د پښتوخوا د عوامي ګوند مشر محمود اڅکزي خبرې چې د تلې  ۳۰مه د یکشنبې په ورځ یې په اسلام اباد کې د قبایلي سيمو مشرانو او د خپل ګوند سلګونو پلویانو ته کولي، واورئ لا به مو زما پر موضوع سر خلاص شي.

نوموړي وویل چې د پاکستان په جوړونه کې د قبایلي سیمو اوسېدونکو نه هېرېدونکې قربانیانۍ ورکړې، خو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د پښتنو سرښندنو ته د احترام پر ځای د دوی په وژلو او عزت لوټلو لاس پورې کړی او همداشان یې وویل چې پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې تر نامه لاندې د پښتون قوم د وژنې او له سیاسي صحنې څخه د دوی د محوه کولو هڅې کوي او د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو یې تور پورې کړ چې د هدفي وژنو په ترڅ کې یی په قبایلي سيمو کې د پښتنو تر ۱۰۰۰ زیات قومي مشران وژلي.

ګورئ! کله چې په خپله پاکستان کې د یوې سیاسي ډلې مشر داسې څرګندونې کوي نو څه فکر کوئ د دغه هېواد پښتانه خوندي دي؟ هېڅکله هم نه!

زموږ او ستاسې په ذهن کې شاید دا پوښتنه هم راپورته شي چې کله د دغه هېواد استخبارات دومره زیات قومي مشران وژلی شي ،ایا د اڅکزي خوله نه شي ور بندولی؟

دغه هېواد به مخکې داسې کړي وو خو دا چې نوموړی زیات شمېر پښتانه کلک ملاتړي لري نو له دې له امله چې په هېواد کې یې لویه کډوډي جوړېدای شي، د ده پر وړاندې کوم اقدام نه دی کړی، کنه د پاکستان پر دولت باور کول پر وږي لېوه باور کول دي.

همدا شان د امنیت او ثبات له نظره د پاکستان دولت پښتون مېشتو سیمو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ ډېر راپورون له همدې سیمو څخه ورکول کېږي. که موږ د پاکستان تېرو دوو میاشتو امنیت ته وګورو، د بې ثباتي زیاتې پېښې په پښتون مېشتو سیمو کې شوې؛ لکه کوټه کې د زمري په دوه ویشتمه انتحاري حمله کې شاوخوا شپېتو کسانو مرګ ژوبله، د وږي لسمه مومند ایجنسۍ بمي چاودنې پنځو کسانو مرګ ژوبله، د وږي شلمه کوټې ته نژدې څلور افغان هزاره ګانو وژنه او د دوو تنو ټپي کېدل.

دغه راز د وږي اووه ویشتمه په باجوړ ايجنسۍ کې بمي چاودنه کې د اوو کسانو وژنه، د تلې میاشتې شپږویشتمه کوټه او بنو کې برید کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله او له دې نه بغیر په روان کال کې د دوو پښتون مېشتو خبریالانو بخشش الهي او هارون خان وژل کېدل او داسې نورې پېښې یادولای شو. دا خو د امنیت برخه ده چې په پاکستان کې پښتانه په کې خواره برخه لري، په نورو برخو کې هم دغه خوار ولس ته د زړه له اخلاصه کار نه کېږي او یواځې د صبر کولو ځواک لري.

د روغتیا په برخه کې په پښتونخوا کې د ډینګي په نوم ناروغي له کبله په لسګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لا نوره هم دغه ناروغي په دې خلکو کې خپرېږي؛ ځکه ځايي اداره یې په کنټرولولو کې پاتې راغلې که دا اوس هم د پېښور زیاتره روغتونونو حالت وګورئ د دې ناروغۍ ناروغان به په لسګونه په کې بستر وي.

همدا شان په دغه هېواد کې د پښتنو ډېری داسې سیمې شته چې له تېرو اتو میاشتو را په دېخوا په کې انټرنېټي شبکې قطعه دي او اوسېدونکي یې نه شي کولای انټرنېټ وکاروي. دا خو هاغه کړنې دي موږ او تاسې یې په خپلو سترګو وینو او تر رسنیو نه دي رسېدلې، څه فکر کوئ د پردې تر شا به څومره د دې ناخبره، کمزوري، قوم د تباهۍ لپاره پلانونه جوړېږي؟

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

نظر ورکړئ

More information about text formats

Plain text

  • No HTML tags allowed.
  • Web page addresses and e-mail addresses turn into links automatically.
  • Lines and paragraphs break automatically.
To prevent automated spam submissions leave this field empty.

اعلانونه

Advertisement

About Us  |  Contact  |  Subscribe  |  Terms of Use  |  Google+

  • درباره ما
  • تماس-با-ما
  • اشتراک
  • شرايط استفاده از خدمات
  • زموږ په اړه
  • اړيکه
  • ګډون
  • خدمتونو-شرايط